13 نو په خپلې ژبې سره بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو سره دروغ مۀ وايئ.
چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟
اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه، او زما په شونډو نظر وساته.
ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“
تباهى يې د ښار په مينځ کښې ده، ډکې دى کوڅې د ظلم او دوکې نه.
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى.
بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى.
څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.
په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.
څوک چې خپله خولۀ او ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مصيبت نه خلاصوى.
هغۀ وفرمائيل، ”دوئ زما خپل خلق دى، يقيناً چې هغوئ به ما سره دوکه نۀ کوى.“ او هغه د هغوئ خلاصونکے جوړ شو.
د ښو لټون کوئ او بدو پسې مۀ ګرځئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا به مالِک خُدائ، ربُ الافواج ستاسو مل وى، لکه څنګه چې تاسو دعوىٰ کوئ چې هغه ستاسو مل دے.
يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.
کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده.
ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى.
نو ځکه بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه او هر قِسم بده وينا پرېږدئ.
”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“