5 مالِک خُدائ د صداقت او اِنصاف سره مينه کوى، د هغۀ په ازلى مينې ټوله زمکه ډکه ده.
اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.
بېشکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى، او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى.
زمکه ستا د ابدى مينې نه ډکه ده اے مالِکه خُدايه، ما ته د خپل اصُول سبق راوښايه.
تۀ د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت کوې، نو ځکه خُدائ پاک، ستا خُدائ پاک تۀ د خوشحالۍ په تېلو مسح کړے يې. او تۀ يې په خپلو دوستانو کښې اوچت کړے يې.
او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“
چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.
هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“
تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“