3 په نوې حمد د هغۀ ثناء صِفت ادا کړئ، په حکمت سره رباب ووهئ، او د خوشحالۍ دپاره چغې ووهئ.
په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.
په موسيقۍ کښې د مهارت په وجه کنعنياه د دې دپاره خوښ کړے شوے وو چې د ليوى موسيقارانو مشر شى.
دا څليريشت واړه تجربهکار سړى وُو، او د هغوئ خپلوان ليويان تکړه موسيقاران وُو. دا ټول دوه سوه او اتۀ اتيا سړى وُو.
کومو خلقو چې دا کار کولو هغه ټول محنتى وُو. د هغوئ مشرى دې څلورو ليويانو کوله، د مرارى د قبيلې يحت او عبدياه او د قُهات د قبيلې زکرياه او مسلام. ليويان تکړه موسيقاران وُو.
زۀ به تا ته نوے حمد ووايم، اے پاکه خُدايه، په لس تاريزه سريندې به زۀ تا ته سُر ساز وغږوم،
د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ. مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ، د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.
هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.
هغه سړے به بختور وى د چا چې ايمان په مالِک خُدائ وى، څوک چې مغرورانو ته رجوع نۀ کوى، د هغه کبرژنو څوک چې د بُتانو په وجه ګمراه شوى دى.
مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ، اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.
سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.
په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ.
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.