22 مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه دې مونږ سره وى. لکه څنګه چې له تا نه زمونږ اُميد وى.
خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه، ځکه چې دا زما اُميد دے.
ستا نۀ ختمېدونکې مينه دې ما له تسلى راکړى د هغه وعدې په مطابق کومه چې تا د خپل خِدمتګار سره کړې ده
ستا په بېحده مينه لرم ايمان، زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.
بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى، خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى.
اے مالِکه خُدايه، په مونږ رحم وکړه، مونږ ستا په طمع يُو. هر سحر مونږ له طاقت راکوه. او د مصيبت په وخت کښې زمونږ خلاصونکے شه.
بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“