21 په هغۀ کښې زمونږ زړونه خوشحاله دى، او د هغۀ په پاک نوم زمونږ ايمان دے.
په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى.
هغۀ ته ووايئ، ”اے زمونږ خلاصوونکيه خُدايه پاکه. مونږ بچ کړه، مونږ په يو ځائ راغونډ کړه، د قومونو نه مو بچ کړه، نو چې داسې مونږ شُکر ګزار شُو او ستا د پاک نوم ستائينه وکړُو.
ستا په بېحده مينه لرم ايمان، زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.
مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.
په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“
اِفرائيميان به لکه د جنګيالو په شان شى، او د هغوئ زړونه به داسې خوشحاله وى لکه چې مے يې څښلى وى. د هغوئ اولاد به دا وګورى او خوشحاله به وى، د هغوئ زړونه به په مالِک خُدائ کښې خوشحاله وى.
نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.
دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“