2 د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ، د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.
داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمدوثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.
داؤد د ليويانو مشرانو له حُکم ورکړو چې څۀ ليويانو ته يې سندرې وئيل، او په بينجو، رباب او په چمټو باندې خوندوره موسيقى غږول حواله کړى.
نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.
د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمدوثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو.
د هغۀ ټولو زامنو د خپل پلار د ښودنې لاندې چمټۍ، بينجو او ربابُونه د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې غږول. او آسف، يدوتون او هيمان د بادشاه د حُکم لاندې کار کولو.
زۀ به تا ته نوے حمد ووايم، اے پاکه خُدايه، په لس تاريزه سريندې به زۀ تا ته سُر ساز وغږوم،
هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.
زۀ به ستا ثناء صِفت د سريندې په ساز کښې کوم، ځکه چې تۀ په خپلو وعدو وفادار يې، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا صِفت کوم، اے د بنى اِسرائيلو مقدس خُدايه.
د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې.
ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم. ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم.
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او دا د هغه آوازونو په شان وو لکه چې ستار غږوونکى خپل ستارونه غږوى.
کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.