Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 33:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى، او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 33:16
32 Iomraidhean Croise  

نو د بِن‌حدد نه يې دا پېغام راوړو، ”ما دې خُدايان ووهى او مړ مې دې کړى کۀ د سامريه دومره خاوره هم پاتې شى چې زما فوجيان يې په موټى کښې راواخلى.“


نو بادشاه زلمى فوجيان راوغوښتل چې هغوئ د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې وُو، دا ټول دوه سوه او دوه دېرش وُو. بيا هغۀ د اِسرائيل لښکر راوغوښتلو چې ټول اووۀ زره سړى وُو.


اوس ستاسو اراده دا ده چې د شاهى طاقت خِلاف دې جنګ وشى کوم چې مالِک خُدائ د داؤد اولاد له ورکړے دے. تاسو سره يو لوئ لښکر دے او تاسو سره د سرو زرو هغه سخى دى چې يربعام د دې دپاره جوړ کړى دى چې ستاسو معبودان شى.


تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“


د عمونيانو او موآبيانو لښکرې د ادوم غر د اوسېدونکو خِلاف راوګرځېدې او د هغوئ هر يو کس يې ووژلو. کله چې هغوئ د ادوم لښکر تباه کړو نو هغوئ په يو بل باندې حملې شروع کړې.


مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو.


هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى.


ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟


دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى، خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.


خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.


اوبۀ واپس راغلې او جنګى ګاډۍ، په آسونو سوارۀ کسان او د مِصريانو ټول لښکر اوبو ډُوب کړو کوم چې د درياب پورې په بنى اِسرائيلو پسې وُو، او يو هم پکښې بچ پاتې نۀ شو.


ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.


نو بيا تاسو څنګه لافې وهلې چې، مونږ په جنګ کښې ډېر تکړه او باتور فوجيان يُو؟


مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“


خو تا بدعملى وکَرله او د بې‌اِنصافۍ فصل دې ورېبلو. تا د دوکې مېوه خوړلې ده. ځکه چې تا په خپلو جنګى ګاډو او په خپلو بې‌شمېره فوجيانو اعتبار کولو.


نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى.


نۀ به غشى ويشتونکى، نۀ به تېزه منډه وهونکى او نۀ به په آس سوارۀ خپل ژوند بچ کړے شى.


نو، ما له د غرونو هغه مُلک راکړه چې مالِک خُدائ په هغه ورځ زما سره د هغې وعده کړې وه په کومه ورځ چې ما او نورو جاسوسانو خبر راوړو. ما بيا تا ته ووئيل چې هلته د دېوانو نسل عناقيان د پَخو دېوالونو په لويو لويو ښارونو کښې وُو. مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“


مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى.


بيا مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره دا سړى اوس هم ډېر زيات دى. هغوئ لاندې اوبو ته بوځه او زۀ به هغوئ ستا دپاره هلته بېل بېل کړم. چې زۀ تا ته ووايم چې دا سړى به تا سره خامخا ځى نو هغه به ځى او چې کوم سړى درته وښايم چې نۀ به ځى نو هغه به نۀ ځى.“


بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.


هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan