15 هغه د ټولو د زړونو جوړونکے دے، نو د هغوئ په هر عمل هغه خبر دے.
ستا لاسونو ما له صورت راکړو او جوړ يې کړم، او اوس مې بېخى تباه کوې.
ځکه چې هغۀ ته پته ده چې څوک دوکه باز دے، او هغه يې د هرې ګناه نه خبر وى.
کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟
مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے.
کۀ تاسو چرې وايئ، ”مونږ ته خو د دې په حقله څۀ عِلم نشته دے،“ نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به معلوم نۀ کړى څۀ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نۀ پوهيږى څۀ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ورنۀ کړى څۀ؟
لکه څنګه چې په اوبو کښې مخ ښکارى، نو هم دغه شان د يو انسان زړۀ يو انسان څرګندوى.
نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،
د هغوئ ټول عملونه زما د سترګو د وړاندې دى او زۀ يې وينم، هغه زما نه پټ نۀ دى، او تر دې چې د هغوئ ګناهونه هم زما د سترګو نه پټ پناه نۀ دى.
ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.
هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.
هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.