Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 33:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو د مالِک خُدائ منصوبې به د تل دپاره قائمې شى، او د هغۀ ارادې به هيڅکله خوځولے نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 33:11
17 Iomraidhean Croise  

تۀ خبر نۀ يې چې ما د دې هر څۀ ډېر د مخکښې نه منصوبه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې.


خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى.


اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى، او ستا سوچونه څومره ژور دى.


د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.


ما ته پته ده څۀ چې خُدائ پاک کوى نو هغه د همېشه دپاره پاتې کېدونکى وى. په هغې کښې نۀ څۀ کمے کېدے شى او نۀ څۀ زياتے. او دا هر څۀ خُدائ پاک ځکه کوى چې خلق د هغۀ نه يريږى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا قسم کړے دے، ”ما چې کومه منصوبه جوړه کړې ده نو هغه به پوره شى. ما چې د څۀ اراده کړې ده نو هغه به کيږى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فېصله کړې ده، نو څوک دا رد کولے شى؟ هغۀ خپل لاس اوچت کړے دے، څوک دا رايسارولے شى؟


د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.


څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟


نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.


خو دوئ ته د مالِک خُدائ د سوچونو پته نشته، هغوئ ته د هغۀ د منصوبې پته نشته، هغه هغوئ درمند ته لکه د ګېډو په شان راغونډوى.


چې د پيړو راسې معلوم دى.“


مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan