10 مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بېنتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.
نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل.
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
خو تۀ ما سره دا ښۀ کولے شې چې ښار ته واپس شې او ابىسلوم ته ووائې چې تۀ به اوس په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغۀ د پلار خِدمت کړے وو. او د اخىتُفل د مشورې ډېر مخالفت کوه.
ابىسلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخىتُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخىتُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابىسلوم باندې تباهى راولى.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
خو اليشع د اِسرائيل بادشاه له خبردارے ورولېږلو چې هغه ځائ ته ورنزدې نۀ شى، ځکه چې شاميان هلته د حملې دپاره پټ وُو.
خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول.
د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه، او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده، هسې نه چې دوئ مغروره شى.
کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.
قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى، په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.
اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.
زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.
په دې ځائ کښې به زۀ د يهوداه او د يروشلم د خلقو ټولې منصوبې تباه کړم. زۀ به هغوئ د هغه دشمن په لاس ووژنم، څوک چې د دوئ وينو ته تږى ناست دى، او زۀ به د دوئ لاشونه د هوا د مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک کړم.
تاسو وايئ چې مونږ غواړو چې د دُنيا د هغه نورو قومونو په شان ژوند تېر کړُو، څوک چې د لرګو او د کاڼو د بُتانو عبادت کوى. خو ستاسو په ذهن کښې چې څۀ دى هغه به کله هم پوره نۀ شى.“
ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.