1 اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ، دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.
د خوشحالۍ او د کاميابۍ چغې د صادقانو په خېمو کښې اورېدے شى، ”د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے، د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ. ځکه چې ډېره مزه کوى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.
نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.
په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
لکه چې صحيفې وائى چې، ”څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته.
ځکه چې د يو سړى په نافرمانۍ ډېر ګناه ګار شول نو هم دغه شان د يو سړى په فرمانبردارۍ به ډېر صادقان هم شى.
همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.