7 تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.
کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،
تۀ زما پناه او زما ډال يې ما خپل اُميد ستا د کلام پورې تړلے دے
ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ د پناه دپاره تا ته را زغلم.
ګېرچاپېره رانه تاو دى د قبر زنځيرونه، زما په لار کښې مرګى خپل دامونه غوړولى دى.
خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.
د خپل حضور د سورې لاندې تۀ هغوئ له پناه ورکوې، تۀ هغوئ د خلقو د پټو منصوبو نه بچ ساتې، او په خپل حضور کښې د خلقو د سپکو خبرو نه ورله پناه ورکوې.
بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى، خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى.
هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې، تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.
د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.
هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.
او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“
په هغه ورځ دبورې او د ابىنوعم زوئ برق دا حمد ووئيلو،