10 بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى، خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى.
هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.
غېبت کوونکى دې په دې مُلک کښې کامياب نۀ شى، او په ظالمانو دې ناګهانه افت راشى.
بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
خو اخته به شى هغه خلق په خفګان چې د خُدائ نه غېر منى نور خُدايان. نۀ به اخلم برخه د هغوئ په قربانيانو نۀ به واخلم د هغوئ د معبودانو نومونه په زبان.
د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے،
هغه سړے به بختور وى د چا چې ايمان په مالِک خُدائ وى، څوک چې مغرورانو ته رجوع نۀ کوى، د هغه کبرژنو څوک چې د بُتانو په وجه ګمراه شوى دى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې، تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.
مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے.
هر څوک چې لارښودنو ته توجو ورکړى نو کامياب به وى، او بختور دے هغه څوک چې په مالِک خُدائ باور کوى.
د يو ګناهګار نه سل ځله ګناه کيږى خو بيا هم تر ډېره وخته پورې ژوندے وى. بېشکه ما ته دا هم پته ده چې کوم خلق د خُدائ پاک نه يريږى هغوئ به په خير خيريت سره ژوند کوى، يعنې هغه خلق د چا په زړۀ کښې چې د خُدائ پاک يره وى.
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“
ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.