9 اے مالِکه خُدايه په ما مهربان شه په سختۍ کښې يم، د غم په وجه د سترګو نظر مې لاړو ړوند شوم، په بدن او روح کمزورے شوم.
هغۀ زۀ د خطرې نه راوويستلم هغۀ زۀ ځکه بچ کړم چې زما نه رضا وو.
د غم په وجه زما سترګې سرې شوې دى، او زما بدن اوچ کلک شوے دے.
په دوئ کښې څۀ په مصيبت او په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو، قېديان په کښې په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،
ما ته په ښۀ کولو مالِک اجر راکړے دے، زما د بېګناهۍ په وجه يې ما له انعام راکړے دے.
زۀ په خپل دشمن پسې شوم کړل مې ګرفتار، تر هغې واپس نه شوم ترڅو دوئ مې کړل تار په تار.
مونږ لاندې خاورو ته راغورزولے شوې يُو، او په زمکه پړمخې پراتۀ يُو.
سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره، سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره.
څۀ چې ما منلى وُو هم هغه به وکړم کوم وخت کښې چې زۀ سخته کښې ګېر وم.
زۀ به ټوله ورځ کړېدلم، هر سحر به وهلے کېدلم.
کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.
زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.
په ډېرو کتو مو سترګې ړندې شوې خو بېفائدې، هيڅ مدد رانۀ غلو. مونږ د داسې يو قوم په انتظار وُو چې زمونږ بچ کول د هغوئ د وس کار نۀ وو.
ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے.