4 ما د هغه دام نه آزاد کړه چې کوم يې په پټه خور کړے دے، ځکه چې تۀ زما د پناه ځائ يې.
مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو، او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.
کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.
مالِک خُدائ ته مې وکړل آوازونه څوک چې لائق دے د ثناء صِفتونو، او هم هغه په خپله مې د دشمنانو نه بچ کوى.
زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته، اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
زما نظر به همېشه د مالِک خُدائ طرف ته وى، هم هغه ما د دشمنانو د دام نه خلاصوى.
بېسببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بېسببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،
زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.
څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.
خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.
نو بيا به هغوئ د اِبليس د دام نه آزاد شى چا چې دوئ د خپلې مرضۍ د پوره کولو دپاره په هغې کښې نيولى وُو.