16 خپله د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه. په خپله نۀ ختمېدونکې مينې سره دې ما بچ کړه.
د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.
اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم، چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران.
ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“
د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.
اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه، ما بچ کړه د خپلې لوئې مينې سره.
خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.
اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
پاکه خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،
ځکه چې هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.“
او څۀ چې هغۀ وکړل نو د دې دپاره يې وکړل چې خپل لوئ جلال په هغه خلقو ښکاره کړى په چا چې هغه رحم کوى او کوم چې هغۀ د اول نه د خپلې لويئ دپاره تيار کړے وو.