زبور 31:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 دشمنان او ګاونډيان ټول راته په سپکه سترګه ګورى، تر دې چې دوستان هم ما ته د نزدې راتلو نه يريږى. کله چې ما کوڅو کښې ووينى، دوئ بل طرف ته زغلى. Faic an caibideil |
د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“