10 ژوند مې په غم تير شو، د خفګان سره مې عمر لنډ شو، ګناهونو مې زور ختم کړے دے، او هډُوکى مې کمزورى شول.
ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى.
تر کومه به زما ذهن پرېشانه وى هره ورځ زما په زړۀ کښې به تر کومه خفګان وى؟ تر کومه به دشمن په ما باندې غالب وى؟
اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم، مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه.
ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده، زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.
تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،
ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ، زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.
په بوډاوالى کښې چې ما ونۀ غورزوې، هرکله چې زما زور ختم شى ما مۀ هېروه.
نو د هغوئ ژوند بېاهميته تير شو، عمر يې په يره يره تير شو.
زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم. ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم.
زما په زړۀ کښې ډېر لوئ غم او نۀ ختمېدونکے درد دے.