9 ”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟ زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟ دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟
زۀ به نۀ مرم خو ژوندے به يم، او هغه څۀ چې مالِک خُدائ کړى دى بيانوم.
څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى. څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟
په خپله خولۀ ما هغۀ ته سوال زارى وکړه او زما ژبې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړو.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے.