Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 30:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم، چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 30:7
16 Iomraidhean Croise  

تا ما له ژوند او نۀ ختمېدونکې مينه راکړې ده، او تا زما د ژوند ښۀ حِفاظت کړے دے.


اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟ په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟


ستا د قهر او لوئ غضب په وجه، نو زۀ دې اوچت کړمه او يو خوا ته دې وغورزولم.


نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى، کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.


اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.


ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.


هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.


خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.


اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې، تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.


تۀ په خپله د دوئ جلال او طاقت يې. او تۀ په خپلې رضامندۍ سره مونږ ته طاقت راکوې.


يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.


نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan