5 ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
خو هغه يواځې پاتې شو. بيا يو سړے راغلو او د هغۀ سره يې د سحر د رڼا پورې کُشتى وکړه.
تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.
هغه به هر وخت نۀ ملامتوى، او خپل قهر به تر ابده نۀ ساتى.
سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.
اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
او خُدائ پاک د هغه ښار په مينځ کښې اوسيږى نو هغه به نۀ تباه کيږى، او د سحر وختى نه د هغه ښار ساتنه کوى.
ځکه خُدائ پاک په ټوله زمکه بادشاه دے، هغۀ ته د ثناء حمد، زبور ووايئ.
خو زۀ به ستا طاقت بيانوم، زۀ به ستا مينه هر سحر په خوشحالۍ سره ستايم. هم دا تۀ زما اوچته قلعه او پناه ګاه يې او په تکليفونو کښې زما خلاصون يې.
ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.
په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.
بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى.
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“
بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى.
ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بېاندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.
بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه
روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.