Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 30:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 اے مالِکه خُدايه تا زۀ د قبر نه راوويستم، تا زۀ د مرګ کندې ته د غورزېدو نه بچ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 30:3
13 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک زۀ د قبر نه بچ کړم، او زما ژوند به په رڼا کښې وى.


او هغۀ خپل کلام ورولېږلو او هغوئ يې روغ کړل، او د قبر نه يې ورله خلاصون ورکړو.


خو تا په خپله اے مالِکه خُدايه زما روح د مرګ نه بچ کړو، زما سترګې دې د اوښکو نه اوچې کړې، زما پښې دې د تيندک خوړلو نه بچ کړې.


زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.


زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.


تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم. تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم، چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.


کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم، تۀ به دوباره ما ژوندے کړې، او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.


ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده، تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم.


اے مالِکه خُدايه، ستا تنبيه ښۀ ده، ځکه چې هم دا انسان د صحت او ژوند طرف ته بوځى. تۀ ما روغ کړه او ژوندے مې پرېږده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan