Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 30:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله او تا ما له شفا راکړله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 30:2
14 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابى‌مَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابى‌مَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.


”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.


مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه، خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم.


اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.


هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.


مالِکه خُدايه، زما خُدايه د خپل عدالت په مطابق زما د بې‌ګناهۍ اعلان وکړه، چې په مصيبت کښې په ما خوشحالى وکړى زما دشمنان مۀ پرېږده.


تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم، او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.


ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه، کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.


رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.


خو زۀ مالِکه خُدايه د مدد دپاره تا ته ژړا کوم، زۀ به هر سحر تا ته سوال زارى کوم.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan