12 نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم. اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.
د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم، او نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم، ځکه چې په غصه کښې دوئ خلق ووژل او دوئ هسې د خوند دپاره غوَيان ګوډ کړل.
يهوديانو خوشحالى، راحت، خندا او عزت محسوسولو.
دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.
مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان، ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.
زۀ به هره ورځ ستا ثناء صِفت وکړم، زۀ به د تل دپاره ستا د نوم لوئى بيان کړم.
نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم،
مونږ ټوله ورځ په خُدائ پاک باندې فخر کوُو، مونږ به تل ستا د نوم حمد و ثناء کوُو.
زما زړګيه پاڅه، زما سريندې او ربابه پاڅه، زۀ د سحر سباون په ثناء او صِفت راپاڅوم.
خو زۀ به همېشه دپاره ستا نه اُميد کوم، زۀ به ستا ثناء صِفت ډېر ډېر کوم.
زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه، کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه، ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.
څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“
مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“
هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“