Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم، ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 3:5
11 Iomraidhean Croise  

خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.


څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى.


زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.


د هغۀ په لاس کښې زمونږ ژوندون دے زمونږ پښې يې د تيندک خوړلو نه ساتلى دى.


هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوى هغه به د هغۀ محفوظه قلعه وى، او د هغۀ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وى.


د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.


کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې.


د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.


زۀ به تاسو له ستاسو په مُلک کښې آرام درکړم او تاسو به بغېر د يرې نه خوب کوئ. زۀ به د هغه مُلک خطرناک ځناور لرې کړم او هلته به نور جنګ نۀ وى.


په هم هغه شپه هيروديس د پطروس د بهر راوستو نه وړاندې هغه د دوو سپاهيانو په مينځ کښې په دوو زنځيرونو تړلے اودۀ پروت وو او د دروازې نه بهر څوکيدارانو د قېدخانې څوکۍ کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan