Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 3:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ډېر زما په حقله داسې وائى، ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 3:2
14 Iomraidhean Croise  

کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه،


څوک چې راته ګورى خندا راپورې کوى، دوئ سرونه خوځوى راته سپک ګورى.


کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.


خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.


اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟


د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.


د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“


اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“


دوئ وائى، ”خُدائ پاک ترې نه لاس اخستے دے نو ورپسې شئ او راټينګ يې کړئ. هيڅ څوک نشته چې هغۀ له خلاصون ورکړى.“


تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.


خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. ‎د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده.


تا خپله لينده راښکاره کړه، تا د ډېرو غشو دپاره آواز وکړو. تا دريابونو سره زمکه په مينځ دوه کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan