1 اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
خو چې کوم قوم او بادشاهى ستا خِدمت نۀ کوى نو هغوئ به برباد شى، هغوئ به په مکمل طور تباه شى.