8 مالِک خُدائ خپلو خلقو له طاقت ورکوى، هغه د خپل مسح شوى بادشاه يوه محفوظه قلعه وى.
اے قادره مالِکه خُدايه، زما قوى خلاصونکيه، څوک چې د جنګ په ورځ زما سر پټوى.
د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.
اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى، هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.
څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.