7 مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.
څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“
ستا په بېحده مينه لرم ايمان، زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.
مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان، ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.
زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته، اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.
مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى. ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.
زمونږ پلار نيکۀ په تا لرلو ايمان، او تۀ شوې د هغوئ نګهبان.
مالِک خُدائ خپلو خلقو له طاقت ورکوى، هغه د خپل مسح شوى بادشاه يوه محفوظه قلعه وى.
تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې، تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،
کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.
په هغۀ کښې زمونږ زړونه خوشحاله دى، او د هغۀ په پاک نوم زمونږ ايمان دے.
مالِک خُدائ نېکانو ته خلاصون ورکوى، او هغه په وخت د مصيبت کښې دوئ ته پناه ورکوى.
هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.
تۀ زما خُدائ پاک او زما قلعه يې، ولې دې رد کړے يم؟ نو ولې غمژن ګرځم دشمن راباندې ظلم کوى؟
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.
زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم، په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم.
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.
ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“
او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.