زبور 28:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د کارونو نه بېپرواه دى او د هغۀ د لاسونو کړې کارونه نۀ وينى، هغه به هغوئ ښکته راګزار کړى، او هيڅکله به بيا آباد نۀ شى. Faic an caibideil |
کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.