Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 28:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغوئ ته د هغوئ د عملونو سزا ورکړه هغوئ ته د هغوئ د بدو کارونو په اندازه بدله ورکړه، هغوئ ته د خپلو بدو عملونو او کارونو بدله ورکړه کوم ‎چې دوئ د نورو سره کړى دى هغوئ ته د هغه څۀ سزا ورکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 28:4
19 Iomraidhean Croise  

اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“


خو اوس چې مونږ ته زمونږ د ګناه او بدۍ په وجه چې کومه سزا مِلاو شوه، مونږ ته دا پته ده زمونږ خُدايه پاکه، چې تا مونږ له د هغې نه کمه سزا راکړې ده چې د څومره مونږ حقدار وُو او زمونږ څۀ خلق دې ژوندى پرېښى دى،


هغه مونږ ته زمونږ د ګناهونو په اندازه سزا نۀ راکوى، او نۀ زمونږ د ګناهونو په مطابق بدله راکوى.


تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې، تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې.


اے پاکه خُدايه هغوئ ګناهګار حساب کړه، هغوئ په خپلو دامونو کښې راګېر کړه. د ډېرو ګناهونو په وجه دوئ د خپل ځان نه وشړه، ځکه چې هغوئ ستا خلاف سرکشى کړې ده.


او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.


اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په هغه ورځ به ستا ذهن کښې بد خيالونه راشى او تۀ به غلطه منصوبه جوړه کړې.


د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ.


سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.


هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.


”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan