7 اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم، مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه.
زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.
مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه. سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،
تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،
ژوند مې په غم تير شو، د خفګان سره مې عمر لنډ شو، ګناهونو مې زور ختم کړے دے، او هډُوکى مې کمزورى شول.
نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره، زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.