Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 27:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 27:12
17 Iomraidhean Croise  

د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه، او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده، هسې نه چې دوئ مغروره شى.


ګوره څومره ډيريږى دشمنان زما ګوره چې دوئ څومره کرکه کوى له ما.


زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.


بې‌رحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.


چې هغوئ په زړۀ کښې دا ونۀ وائى خپل، ”ګورئ هغه وشول څۀ چې مونږ غوښتل.“ او دوئ اوس نۀ شى وئيلے چې، ”دے مونږ‎ ژوندے تير کړو.“


زۀ تا ته کوم سوال دوئ ما پورې خندا ته مۀ پرېږده کله چې زۀ پرېوځم هغوئ مۀ خوشحالوه.


چې تۀ رانه رضا يې زۀ په دې پوهېږم، تا زۀ د دشمنانو لاسونو ته پرې نۀ ښودم.


مالِک خُدائ به د هغۀ حفاظت کوى او ژوند به يې په امان کښې ساتى، هغه به په دُنيا کښې ورله برکت ورکړى او د دشمنانو د لاس نه به يې ساتى.


د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.


ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.


په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو


کۀ څوک د دروغو اِلزام په وجه بل کس ته نقصان رسولو کوشش وکړى،


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan