مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمدوثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.