Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 26:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه، ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 26:9
14 Iomraidhean Croise  

سِمعى کنځلې کولې او وې ووئيل، ”اوځه، اوځه. قاتِله، مجرمه.


د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“


کاش چې تۀ بدکاران هلاکوې، اے پاکه خُدايه، او وينو ته تږى ناست زما نه لرې کړې.


اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.


خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.


او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“


نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“


او ټول قومونه به د هغۀ په وړاندې راجمع کړے شى هغه به خلق په دوو ډلو کښې جدا کړى لکه څنګه چې شپونکے ګډې د چېلو نه جدا کوى.


او هغوئ به هم په جواب کښې ووائى، مالِکه، دا کله مونږ تۀ په لوږه، تنده، مسافر، بربنډ، ناروغه يا په جيل کښې ليدلے يې او ستاسو خِدمت مو نۀ دے کړے؟


نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“


کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan