12 زۀ اوس په هوار مېدان ولاړ يم، زۀ به د ټول جماعت په وړاندې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وايم.
د خلقو په ډله کښې دې د خُدائ پاک لوئ بيانوى او د مشرانو په محفل کښې دې د هغۀ ثناء صِفت کوى.
د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.
چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى، د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى، چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى، د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.
زۀ به د شکرانې سندرې وايم او ستا ټول عجيبه کارونه به وايم.
اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.
هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.
د بنيامين وړه قبيله د دوئ لارښودنه کوى، بيا ورپسې د يهوداه شهزادګان راروان دى، په هغوئ پسې د زبولون او نفتالى شهزادګان راروان دى.
نېک انسان به په امن کښې ګرځى، خو هغه څوک چې کږې لارې اختياروى، د هغۀ کارونو نه به خلق خبر شى.
نو هغه فرمائى چې، ”زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.“
هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.