9 هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.
ما د خپلو حُکمونو په لارو باندې روان کړه، او چې زۀ په کښې خپله خوشحالى پېدا کړم.
ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه، ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.
ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.
مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى، خو شريران زمکې ته راغورزوى.
ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى، او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى.
غريبانان به ماړۀ او مطمئن شى، د مالِک خُدائ ټول لټوونکى به ثناء خوان شى د هغوئ زړونه دې د تل دپاره خوشحاله وى.
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.
د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.
اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د عدالت دپاره ودرېږې، چې د دُنيا ټول مظلومان بچ کړى.
زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.
مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.
بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟
او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.
نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے.
هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى.
بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.