8 ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى، څوک چې وى بېلارې هغوئ ته نېغه لار سموى.
تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې، ما ته دې خپل اصُول راوښايه.
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے، هغه زما د پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بېاِنصافى نشته.
اے مالِکه خُدايه، د صادقانو لار هواره ده، نو د صادقانو دپاره چې کومه لار تۀ جوړوې نو هغه نېغه ده.
ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.
لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.