12 څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟ هغه به دوئ ته هغه لار وښائى کومه چې دوئ دپاره غوره کول دى.
مالِک خُدائ اِسحاق ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”مِصر ته مۀ ځه، په دې مُلک کښې اوسېږه، کوم ځائ چې زۀ درته ښايم.
د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى.
تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ.
د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى.
د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.
د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى.
نو بيا به تۀ د مالِک خُدائ په يره باندې پوهه شې او د خُدائ پاک عِلم به حاصل کړې.
نو تۀ به په دې پوهه شې چې څۀ ښۀ او د اِنصاف او مناسب دى. او تۀ به د ژوند نېغه لار بيامومې.
راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى.
هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.
په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.
هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.
هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو.
هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“
هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى.
زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېريهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے.
تاسو مخکښې هيڅکله دلته نۀ يئ راغلى نو هغوئ به تاسو ته د تلو لار ښائى. د لوظ صندوق ته مۀ ورنزدې کېږئ، دې نه تقريباً زر ګزه شاته اوسئ.“
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.
نوکر ورته ووئيل، ”ګوره، په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کيږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شُو.“