7 اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى.
هغوئ د مالِک خُدائ صندوق راوړو او په خېمه کښې يې په خپل ځائ باندې کېښودو چې داؤد ورله جوړ کړے وو. بيا هغۀ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.
نو اِمامانو د وريځې په وجه خپل خِدمت نۀ شو تر سره کولے ځکه چې د مالِک خُدائ کور د هغۀ د جلال نه ډک شوے وو.
بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو.
مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.
مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى. ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.
ستا په خلاصون او مدد هغۀ وموندو عزت، تا هغۀ له ورکړو شُهرت، شان او شوکت.
آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى، او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.
د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے.
بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى.
او ترڅو چې تۀ يې، اے د رمې حفاظت کوونکيه، اے د صيون لور مضبوطې قلعې، پخوانے حکومت به تا ته بيا مِلاو شى، او بادشاهت به بيا يروشلم لور ته مِلاو شى.
زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو.
نو د دې زمانې يو سردار هم په دې پوهه نۀ شو ځکه کۀ هغوئ پوهه شوى وے نو د جلال مالِک به يې په سولۍ کړے نۀ وو.
اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟
څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.
بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.
”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“