4 يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو،
خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.
کۀ زۀ خپل ځان په واوره ووينځم او خپل لاسونه په صابون پاک کړم،
سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.
چې منکرانو ته سپک ګورى او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى، کۀ هر څومره ورته سخته وى خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،
ما ته په ښۀ کولو مالِک اجر راکړے دے، زما د بېګناهۍ په وجه يې ما له انعام راکړے دے.
زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،
زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربانګاه نه به طواف کوم.
پاکه خُدايه صفا زړۀ ما له راکړه، په ما کښې تازه او وفادار روح واچوه.
ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه. او زما روح ستا تابعدارۍ ته مائل کړه.
خُدائ پاک بېشکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے، او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.
څوک دا وئيلے شى چې، زما زړۀ صفا دے او زۀ پاک او بېګناه يم؟
اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.
هغه په غرونو د بُتخانو خوراک نۀ خورى، او نۀ د بنى اِسرائيل د قوم د بُتانو عبادت کوى، او نۀ هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى.
نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى.
”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.
هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى.
د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.
نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.