Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 24:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى، دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 24:2
14 Iomraidhean Croise  

چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“


کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه.


او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله، د هغۀ مينه ابدى ده.


د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.


شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے. تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.


مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.


د زمکې ژوروالے د هغۀ په لاس کښې دے، د غرونو ټولې څُوکې د هغۀ دى.


په ټولو قومونو کښې دا ووايئ چې، ”مالِک خُدائ بادشاهى کوى. د دُنيا بنيادونه يې مضبوط کړى دى دا به نۀ خوځيږى. او په اِنصاف سره به د خلقو فېصلې وکړى.“


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan