Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 23:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 23:1
25 Iomraidhean Croise  

راځئ، زما بچو، ما ته غوږ شئ، نو تاسو به د مالِک خُدائ د يرې نه خبر کړم.


خو هغۀ خپل خلق لکه د رمو په شان ترې نه بهر راوويستل، او د ګډو په شان يې په بيابان کښې د هغوئ لارښودنه وکړه.


نو بيا به مونږ ستا خلق ستا د شپول ګډې به ستا ثناء صِفت د تل دپاره وکړُو، او مونږ به ستا ثناء صِفت د يو نسل نه تر بل نسله پورې جارى ساتو.


خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى.


هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى.


زۀ به هغوئ په ښۀ شنو ځايونو کښې وڅروم، او د بنى اِسرائيلو د غرونو لوړې څوکې به د هغوئ د څرېدو ځائ وى. او هلته به هغوئ په ښۀ شنو واښو کښې څملى، او هغوئ د بنى اِسرائيلو د غرونو په شنو واښو کښې وڅريږى.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى.


تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.


زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى.


زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى،


هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟


او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.


اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،


ځکه چې تاسو د بې‌لارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.


او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.


ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan