9 تا د مور د خېټې نه په سلامتۍ رابهر کړم، ما له دې باور راکړو زۀ دې د مور په سينه لوئ کړم.
د ورکوټوالى نه دې ما له تعليم راکړے دے اے پاکه خُدايه، زۀ تر ننه پورې ستا عجيبه کارونه ستايم.
زما د پېدا کېدو سره سم ما هم په تا بهروسه کړې ده، او هم تا زما خيال وساتلو د مور په ګېډه. زۀ به همېشه ستا ثناء صِفت کوم.
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“