Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 22:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 هغه څوک چې لا پېدا نۀ دى د هغۀ د خلاصون نه به خبر شى دوئ به د هغۀ د ټولو کارنامو نه خبر شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 22:31
15 Iomraidhean Croise  

د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى، کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.


ما ستا د خلاصون زېرے په لوئ جماعت کښې بيان کړو، مالِکه خُدايه تۀ ښۀ خبر يې چې ما خپل بيان بند نۀ کړو،


او په دې باندې به راتلونکے نسل پوهه شى، او هم هغه ماشومان چې وروستو به پېدا شى، او بيا به په خپل نمبر سره هغوئ هم خپلو ماشومانو ته ووائى.


اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى.


خپل ځان نه ګېرچاپېره نظر واچوه او وګوره، هغوئ ټول راغونډيږى او تا له راځى. ستا زامن به د لرې لرې نه راشى، او ستا لوڼه به په غېږ کښې راوستلے شى.


ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan