30 راتلونکے نسل به يې خِدمت کوى، د مالِک خُدائ بيان به راتلونکى نسل ته کوى.
ستا د خِدمتګارو بچى به ستا په حضور کښې اوسيږى، او د هغوئ اولاد به ستا په حضور کښې قائم دائم وى.
په سخته يره کښې به پراتۀ وى بدکاران، ځکه پاک خُدائ مل دے د صادقانو.
او هم داسې خلق ستا د مخ لټون کوى، اے د يعقوب خُدايه، دوئ به ستا طلب کوى.
کۀ چرې ما داسې وئيلے، نو ما به ستا د بچو هم شېطانت کړے وو.
مالِک خُدائ به د قومونو په مردمشمارۍ کښې داسې وليکى، چې، ”دا دى هغه خلق چې صيون کښې پېدا شوى دى.“
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
او بيا دا چې، ”زۀ به په هغۀ باور وکړم.“ او، ”ګوره، زۀ د هغه بچو سره دلته موجود يم چې خُدائ پاک ما ته راکړى دى.“
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.