29 د دُنيا ټول کبرژن به هغۀ ته په تعظيم شى، څوک چې فانى دى هغه ټول به ورته په سجده شى هغوئ به خپل ځانونه ژوندى ساتلے نۀ شى.
هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى، او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى.
تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى، دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.
د مال دولت په وجه هغوئ غټ سترګى دى، د دوئ د ذهنونو د ګنده خيالاتو څۀ حد نشته.
چې د خُدائ پاک قهر د دوئ خلاف راوچت شو. او هغۀ د دوئ نه تکړه خلق مړۀ کړل، او د بنى اِسرائيلو ځوانان يې هلاک کړل.
نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.
خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.
بيا به تۀ د زمکې لاندې نه خبرې کوې، د خاورو نه به ستا غلے آواز راوځى. څنګه چې د يو مړى روح د قبر نه د خبرو کولو کوشش کوى، دغه شان به ستا آواز غلے شان راځى.
زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.
طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.
اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟
خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى،
د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.