27 ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.
په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى.
کله چې قومونه او بادشاهتونه راجمع شى، او د مالِک خُدائ عبادت وکړى.
اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ.
زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه، زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.
ځکه چې د مظلومانو ژړا مالِک خُدائ په خپله اورى، او هغه کله هم خپل قېديان نۀ هېروى.
ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى، ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى.
هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.
اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.
اے د ټولو قومونو کورَنو، د مالِک خُدائ ثناء او صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ لوئى او طاقت بيان کړئ.
هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله، زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.
عاجزان به بيا د مالِک خُدائ ورکړے شوې خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيږى، او غريبانان به د بنى اِسرائيل د مقدس ذات خوشحالى کوى.
اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
ګورئ زما خلق به د لرې لرې نه راځى، د شمال طرف او د نمرپرېواتۀ طرف نه، او د سينم نه به راځى.“
هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“
”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.
ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېريهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.
ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،
اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“