25 زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم، د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.
د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.
زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.
نو بيا به زۀ ستا شُکر په لويه ډله کښې ادا کړم. زۀ به په ټولو خلقو کښې ستا ثناء صِفت وکړم.
اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،
په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى
زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم، خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،
ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.