Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 22:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 تاسو څوک چې د خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ستائينه وکړئ، اے د يعقوب اولاده، تاسو هغۀ له عزت ورکړئ، اے بنى اِسرائيلو تاسو ټول د هغۀ عزت وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 22:23
22 Iomraidhean Croise  

نو چې زۀ هم ستا د غوره شوو خلقو په برکتونو کښې شريک شم، او چې زۀ هم ستا د قوم په خوشحالۍ کښې برخه واخلم او چې زۀ ستا د خلقو سره په ثناء صِفت کولو کښې شريک شم.


زۀ به په خپله ژبه د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، او زۀ به په لويه ډله کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړم.


د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.


اے تاسو چې د هغۀ نه يره کوئ په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.


هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.


څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.


راتلونکے نسل به يې خِدمت کوى، د مالِک خُدائ بيان به راتلونکى نسل ته کوى.


زۀ اوس په هوار مېدان ولاړ يم، زۀ به د ټول جماعت په وړاندې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وايم.


د مالِک خُدائ نه دې ټوله دُنيا يره وکړى، د زمکې هر کس دې د هغۀ احترام وکړى.


نو بيا به زۀ ستا شُکر په لويه ډله کښې ادا کړم. زۀ به په ټولو خلقو کښې ستا ثناء صِفت وکړم.


څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“


اے مالِکه، زما پاکه خُدايه، په خپل ټول زړۀ سره به ستا ثناء ادا کړم، زۀ به ستا نوم له د تل دپاره جلال ورکړم.


نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى.


او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے.


خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan